یو هندي وګړی افغانستان ته له داعش ډلې سره د یو ځای کېدو د تلو د هڅې په تور نیول شوی

له ارشیفه د داعش ‌ډلې بیرغ

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، د هند د کیرالا ایالت یو اوسېدونکی د اسلامي دولت ډلې یا داعش له لیکو سره د یوځای کېدو د هڅې په ترڅ کې په افغانستان کې نیول شوی دی.

هندو پوست ورځپاڼې دا مشکوک تروریست د ثناالاسلام په نوم یاد کړی او ویلي یې دي، نوموړی له نیول کېدو او له ده څخه د طالبانو د حکومت د استخباراتو له تحقیقاتو وروسته اوس په کندهار کې په توقیف کې دی.

د هندو پوست د راپور له مخې، ثناالاسلام د تاجکستان له لارې افغانستان ته تللی و، او غوښتل یې په افغانستان کې له داعش ډلې سره یوځای شي.

په راپور کې دا نه دي ویل شوي چې نوموړی څه وخت او د افغانستان په کومه سیمه کې نیول شوی، خو دا یادونه شوې ده چې د طالبانو د حکومت چارواکو د دې موضوع په اړه هند ته خبر ورکړی دی او د راتلونکو اقداماتو په اړه د دواړو خواوو ترمنځ خبرې روانې دي.