رواداري سازمان: افغانستان کې سلګونه تنه په قصدي ډول وژل شوي

د رواداري سازمان په راپور کې طالبان هم په قصدي وژنو کې په لاس لرلو تورن شوي

د رواداري په نوم د بشري حقونو مدافع ډله ادعا کوي چې طالبانو او ناپېژاندو وسله والو په ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې په هدفي او غیرقانوني وژنو کې لاس درلود.

دې ډلې چې له هېواده بهر فعالیت کوي، پرون (د مارچ په دوهمه) د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه د یوه ۳۰ مخیز راپور په خپرولو سره همداراز ویلي دي چې د تېر ۲۰۲۳ کال په ترڅ کې په ټول افغانستان کې له بشري حقونو د سرغړونو په ترڅ کې لږترلږه د ۵۰۶ کسانو د وژل کېدو او د ۲۶۶ نورو د ټپي کېدو موارد مستند شوي دي.

د طالبانو حکومت تراوسه د دې راپور په اړه څه نه دي ویلي، خو له دې مخکې یې د بشري حقونو په سرغړونو کې لاس لرل رد کړي دي.