د افغانستان د خبریالانو مرکز: په دایکندي کې د نسیم راډیو نشرات بېرته پیل شول

ارشیف

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، طالبانو په دایکندي ولایت کې د نسیم خصوصي راډیو ته اجازه ورکړې چې خپل نشرات بېرته پیل کړي، خو د دې راډيو مدیر مسوول سلطان علي جوادي لا هم د طالبانو په بند کې دی.

دې مرکز نن شنبې د مارچ دویمه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د طالبانو د استخباراتو ادارې دا راډيو پنځه میاشتې وړاندې تړلې وه.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د نسیم راډیو د خاوند د مدافع وکیلې نحیبې واحدي په حواله ویلي، نن دې راډیو بېرته خپل نشرات پیل کړل.

د دې مرکز په خبرپاڼه کې راغلي، جوادي د لیندۍ په شلمه د دایکندي په مرکز نیلي کې د طالبانو د ابتدائیه محکمې له لوري (د طالبانو د حکومت پر ضد د تبلغاتو او بهرنیو هېوادونو ته د جاسوسۍ) په تور په یو کال زندان محکوم شوی و.

واک ته د طالبانو له ستنېدو وروسته ډېر شمېر خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د طالبانو له‌خوا نیول شوي او زنداني شوي دي.