په مصر کې د غزې د اوربند د ټینګښت په تړاو خبرې پیلېږي

په غزه کې د روانې جګړې یو انځور

تمه ده چې نن د مصر په پلازمېنه قاهره کې په غزه کې د اوربند د ټینګښت په تړاو خبرې پیل شي.

دا خبره د رویټرز خبري اژانس د مصر د دوو امنیتي سرچینو له قوله کړې ده.

راپورونه وايي، اسراییل ویلي څو چې د دوی د هغو ټولو یرغمل شویو کسانو بشپړ لېست نه وي ورسپارل شوی چې تر اوسه ژوندي دي، دې خبرو ته خپل مرکچي پلاوی نه استوي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن تېره اوونۍ هیله‌مندي وښوده چې د روژې د میاشتې په رارسېدو به غزه کې اوربند وشي.

روژه د مارچ میاشتې په لسمه نېټه پیلېږي.

تر اوسه پورې په دې اړه اسراییلو او د حماس سخت دریځې ډلې تبصره نه ده کړې.