خلکو د کریملین د مړ شوي منتقد 'الکسي ناوالني' قبر ته د درناوي مراسم پرځای کړل

الکسي ناوالني قبر ته د درناوي له مراسمو یو انځور

خلک نن د کریملین د سرسخت سیاسي مخالف الکسي ناوالني چې په بند کې مړ شو، قبر ته تللي وو او ورته يې درناوی په ځای کړ.

ناوالني د جمعې په ورځ مسکو کې خاورو ته وسپارل شو.

د ناوالني له جنازې وړاندې د کریملین ویاند دیمتري پیسکوف یو خبرداری خپور کړې و چې په کې د خلکو هر ډول بې اجازې راټولېدنه د قانون خلاف عمل بللی شوی و.

د مسکو، پیټرزبوک، نووسي بیرسک، یکاترن بورګ او د روسیې په یو شمېر نورو ښارونو کې د ناوالني د پلویانو له خوا هغه د درناوي په یاد په لاریونونو کې له ګډون وروسته تر ۱۲۰ ډېر کسان نیول شوي دي.

ناوالني د فبرورۍ په ۱۷مه په زندان کې مړ شو.

د زندان د چارواکو په خبره، ۴۷کلن ناوالني د فبرورۍ په ۱۶مه له قدم وهلو وروسته بې هوشه شو.

د کریملین دا منتقدان ګمان کېږي د سیاسي انګېزې له مخې نیول شوي او زنداني شوي دي.