یو شممېر کسبګر: د سوړ بازار له کبله د طالبانو د لوړې مالیې د ورکولو توان نه لرو

د کابل ښار یوه څنډه

په افغانستان کې یو شمېر کسبګر ادعا کوي چې د طالبانو حکومت پر دوی مالیه زیاته کړې چې دوى يې د کاروبار د سوړوالي له امله د ورکولو توان نه‌لري.

یو کسبګر چې نه‌غواړي نوم یې په‌دې راپور کې ياد شي ادعا کوي چې د طالبانو حکومت پر دوی مالیه زیاته کړې ده.

دى په هرات کې سلماني لري، هغه ولایت چې څو میاشتې وړاندې د طالبانو حکومت د نارینه‌وو لپاره د ویښتو او ږیرې پر خریېلو بندیز ولګاوه.

دا کس ادعا کوي چې دې محدودیتونو د هغه پر کاروبار اغېز کړی او د دوکان کرایه هم نه‌شي ورکولی.

د ده په خبره، د طالبانو حکومت د تېر جمهوري نظام له‌خوا ټاکل شوې ماليه نه مني او پر دوى يې ماليه لوړه کړې ده.

هغه زیاته کړه: "کله چې دوی راغلل او سروې یې وکړه، دلته یو څوک ودرېد او موږ ته یې وویل چې هغوى مسلمانان نه وو، دوی ستاسو لپاره غلطه سروې کړې. ما وویل، ښه، قاري صاحب، مهرباني وکړئ تاسو سروې وکړئ."

يو بل دوکاندار چې د کابل په یوه ناحیه کې د خوراکي توکو پلورنځى لري او نه‌غواړي چې نوم یې راپور کې ياد شي، هم ادعا کوي چې د تېر حکومت پر مهال یې په کال کې ۷۲۰۰ مالیه ورکوله او د طالبانو حکومت دا کچه ۱۱۲۰۰ افغانیو ته لوړه کړې ده.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل: "د جمهوریت پر مهال ماليه ټيټه وه، دوی راغلل او ویې ویل چې موږ لږ تعادل کوو، موږ په سمه توګه حساب کوو، مګر له بده مرغه دوی پر موږ ماليه څو زره نوره پورته کړه."

عبدالحميد چې په نيمروز ولايت کې د برښنايي وسايلو پلورنځى لري، هم ازادي راډيو ته يې وويل: "مالیات زیات شوي، د پخواني حکومت په وخت کې دوه زره افغانۍ وه، اوس د امارت په وخت کې اته زره افغانۍ ده، موږ یې نه شو پوره کولى."

د مالیاتو ورکول د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې دود او قانوني عمل دى او حکومتونه د ملي بودیجې د بډایه کولو لپاره د دوی د عاید د کچې پر بنسټ له خپلو اتباعو مالیه راټولوي.

دا چې د طالبانو حکومت د کومو اصولو او قوانينو له‌مخې پر کسبګرو ماليه لوړه کړې، د ازادي راډیو خبریال وغوښتل په‌دې اړه د دوی د حکومت د مسوولانو نظر ولري، خو د دوی د ماليې وزارت وياند احمد ولي حقمل د دې راپور تر خپرېدو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

د طالبانو په کنترول کې د مالیې وزارت

خو د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، ماليات بايد د ماليه ورکونکو د وړتياوو له مخې راټول شي.

د دوی له ډلې بشیر دودیال په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "مالیات باید د مالیه ورکوونکي د وړتیا له مخې راټوله شي که نه نو دا به د خلکو سره د مرستې پر ځای یو ډول جبر تحمیل کړي او خلک به مایوسه شي او په یوه یا بل ډول د مالیاتو له ورکړې څخه به ډډه وکړي او مالیه به ور نه کړي چې د نورو غیر قانوني فعالیتونو لامل به شي."

په بېلابېلو ولایتونو کې دا کسبګر په‌داسې حال کې د طالبانو د حکومت له‌خوا د مالیاتو له زیاتوالي شکایت کوي چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د طالبانو له بياځلي واکمنۍ وروسته، د نړیوالو مرستو د بندېدو، د بې‌کارۍ زياتېدل د طالبانو د حکومت له خوا د ښځو او نجونو پر کار او زده‌کړو د بنديزونو لګول او د کډوالو راستنېدل افغانستان له اقتصادي بحران سره مخ کړى.

تر دې وړاندې هم څو ځلي د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو په افغانستان کې د د بې‌وزلۍ د ډېرېدو په اړه ويلي وو چې ان د افغانستان له نیمايي زیات وګړي د خپلو شپو او ورځو د تېرولو لپاره نړیوالو بشري مرستو ته اړتیا لري.