ایرلینډ په یوازېنۍ ټېسټ لوبه کې افغانستان ته ماتې ورکړه

د افغانستان او ایرلینډ له نننۍ لوبې یو انځور

د ایرلینډ د کرکټ ملي لوبډلې یوازېنۍ ټېسټ سیالۍ د ۶ وېکټو په توپير له افغانستان وګټله.

یاده سیالي چې د تېرې فبرورۍ میاشتې په ۲۸مه نېټه د عربي متحده اماراتو په ټولرنس اوول لوبغالي کې د افغانستان په کوربتوب پيل شوې وه، د درېیمې ورځې په وروستي سېشن کې ایرلینډ وتوانېد چې د افغانستان د ۱۱۱ منډو هدف پوره کړي.

دا لومړی ځل و چې ایرلینډ د ټېسټ سیالي ګټي.

افغانستان د یادې سیالۍ پچه ګټلې وه او توپوهنه یې کړې وه، چې په لومړۍ پاڼۍ کې یې د ټولو لوبغاړو تر سوځېدو وروسته ۱۵۵ منډې کړې وې.

په یادې پاڼۍ کې ابراهیم ځدراڼ نیمه سلیزه وهلې وه او مارک اډیر د ایرلینډ لپاره ۵ لوبغاړي سوځولي وو.

مېلمه لوبډلې د خپلې توپوهنې په لومړۍ پاڼۍ کې د پاول سټرلینګ د نیمه سلیزې پر مټ ۲۶۳ منډې وکړې او په لومړۍ پاڼۍ کې له افغان لوري ۱۰۸ منډې مخکې شول.

د افغان توپ اچونکو له ډلې ضیاالرحمن اکبر په لومړي ځل د ټېسټ کرکټ په یوه پاڼۍ کې ۵ لوبغاړي وسوځول.

افغان لوبډلې د خپلې دویمې پاڼۍ پیل بیا هم ښه ونه‌کړ، ابراهیم یې ژر له لاسه ورکړ او بلاخره ټوله لوبډله یې په ۲۱۸ منډو وسوځېده. دا ځل لوبډلمشر حشمت الله شهیدي نیمه سلیزه ووهله.

د افغانستان له لوري ورکړل شوی هدف ایرلینډ یوازې د ۴ لوبغاړو تر سوځېدو وروسته پوره کړ.

په دویمې پاڼۍ کې د ایرلنډ لوبډلمشر انډي بیلبرني ۵۸ او ټکر بیا ۲۷ منډې وکړې.

نوید ځدراڼ چې په لومړۍ پاڼۍ کې یې ۳ لوبغاړي سوځولي وو، په دویمې پاڼۍ کې یې هم دوه لوبغاړي وسوځول.

د ویلو ده چې افغانستان او ایرلینډ تر دې دمه یوازې دوه ټېسټ سیالۍ ترسره کړي دي چې لومړۍ یې افغانستان ګټلې وه او په دویمې کې ایرلینډ بریالی شو.

تر دې وروسته به دواړه هېوادونه د درې یو ورځنیو او درې شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ د مارچ په ۷مه نېټه پیل کړي.