مسکو کې امنیتي تدابیر؛ د کریمیلین کلک منتقد 'الکسي ناوالني' خاورو ته سپارل کېږي

په مسکو ښار کې نن په سختو امنیتي تدابیرو کې د کریمیلین کلک منتقد الکسي ناوالني خاورو ته سپارل کېږي.

په مسکو ښار کې نن په سختو امنیتي تدابیرو کې د کریمیلین کلک منتقد الکسي ناوالني خاورو ته سپارل کېږي.

سلګونه کسان په داسې حال کې چې د ګلانو ګېډۍ یې په لاسونو کې دي، د یوې کلیسا مخته راټول شوي څو د ناوالني جسد ته درناوی په ځای کړي.

په دې مراسمو کې پر ګډونوالو محدودیتونه هم زیات دي او ډېرو کسانو ته اجازه نه ده ورکړل شوې چې کلیسا ته ننوځي.

د الکسي ناوالني ویندویې کیرا یارمیش نن په یوه پیغام کې، چې پر ایکسپاڼه یې خپور کړی، لیکلي چې د خدماتو ادارې لومړی له سړخونې څخه کلیسا ته د جسد له وړلو انکار وکړ، خو په وروستیو شېبو کې یې موافقه وکړه.

د ناوالني د تدفین په مراسمو کې د هغه مېرمن یولیا ناوالینا نه شته.

هغې هم پرون د اروپا په پارلمان کې په وینا کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ناوالني د ناببره مړینې مسوول وباله.

نوموړې وویل: "دوی وواژه، حتی وروسته یې د هغه د مړي سپکاوی وکړ، د هغه د مور سپکاوی یې وکړ. له بلې خوا ښکاره قتلونو ټولو ته یو وار بیا وښوده چې پوتین هر کار کولی شي او خبرې ورسره نه شي کېدای."

د ناوالني جسد یوه اوونۍ وروسته تر مړینې د فبرورۍ په ۲۴ مه د ده مور ته وسپارل شو او دې موضوع ډېرې پوښتنې وزېږولې.

د راپورونو له مخې، الکسي ناوالني د فبرورۍ په ۱۶ مه د ۴۷ کلونو په عمر ومړ.

د ده د مړینې په سند کې راغلي چې ناوالني په طبیعي مرګ ساه پرې کړې، خو ډېرو هېوادونو او نړیوالو موسسو د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د دغه هېواد نور چارواکي د ناوالني د مړینې مسوول بولي.