افغانستان کې درنې واورې او اورښتونه؛ طالبان: نهه کسان مړه او لسګونه څاروي له‌منځه تللي

ارشیف: په پروان کې واورې خلک ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي او ځینو سیمو کې یې مرګ ژوبله هم اړولې ده.

په افغانستان کې د یخنۍ او اورښتونو د درنې څپې له امله د چارواکو په حواله نهه کسان مړه شوي او لسګونه څاروي له منځه تللي دي.

د طالبانو د حکومت پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت چارواکي وايي، د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د واورې، بارانونو او سړې هوا له امله نهه کسان مړه شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

د دې وزارت ویاند ملا جانان سایق رسنیو ته په استولي ویډیو کلیپ کې ویلي: "د پېښو سره د مبارزې د ولایتي مسوولانو د وروستیو راپورونو له مخې د واورې، بارانونو او سړې هوا له امله د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې نهه کسان مړه شوي، دوه ټپیان شوي، درې کورونه تخریب شوي او ورسره ترڅنګ ۷۵ څاروي له منځه تللي دي."

دی وايي، د سالنګونو په ګډون د یو شمېر ولایتونو لویې لارې هم د ټرافیکو پرمخ تړل شوي چې د خلاصولو هڅې یې روانې دي.

په همدې حال کې د فاریاب او بادغیس ولایتي چارواکو یو شمېر رسنیو ته ویلي چې په دې ولایتونو کې درنې واورې او یخنۍ د مالدارانو زرګونه څاروي له منځه وړي او په دې سره هغه بزګران هم چې له وړاندې سختې وچکالۍ ځپلي له سختو اقتصادي زیانونو سره مخ شوي دي.

په بادغیس کې د مړو شویو څارویو شمېر اته سوه او په فاریاب کې له زرو ډېر یاد شوی، خو په رسمي ډول دا شمېر لا نه دی تایید شوی.

د دې ولایتونو سیمه‌ییزو چارواکو ویلي چې په دې ولایتونو کې څاروي د غره په لمنو کې ایسار پاتې شوي او د واورې ورېدنې له امله له منځه تللي دي.

بل خوا په ټولنیزو رسنیو یو شمېر ویډیو‌ګانې خپرې شوي چې په کې ښکاري د هرات زنده‌جان ولسوالۍ کې هغه سیمه چې څه موده وړاندې سختې زلزلې وځپله د یخنۍ له امله لسګونه څاروي مړه شوي دي.

د مزار شریف د بلخ ولسوالۍ یوه اوسېدونکي حامد ازادي راډيو ته وویل چې تېره شپه د تېز باران او یخنې له امله یې ۶ څاروي له منځه تللي دي.

دې له حکومته د مرستې غوښتنه کوي.

حامد وايي: موږ سره هیچا مرسته نه ده کړې او نه څوک زموږ پوښتنې ته راغلي دي.

هغه وویل: "فصلونه مې خراب شول، شپږ څاروي مې مړه شول، واوره او بارانونه شروع دي، نور مال مې هم د مرګ له خطر سره مخ دی، خو موږ سره هیچا مرسته نه ده کړې او نه څوک زموږ پوښتنې ته راغلي دي. زموږ غږ دې مسوولان واوري او له موږ سره دې مرسته وکړي تر څو مو نور مالونه له مرګه وژغورل شي."

په ورته وخت کې د طالبانو حکومت خبر ورکړی چې په بېلابېلو ولایتونو کې له زیانمنو کورنیو سره د مرستې لپاره پنځوس میلیونه افغانۍ ځانګړې شوي او دغه شان د زیاتو تلفاتو د مخنیوي لپاره ځانګړي کمېټه جوړه شوې ده.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ایکس‌پاڼه لیکلي، د طالبانو حکومت رییس الوزرا په هغې بېړنۍ ناسته کې چې د اړونده وزارتونو سره یې کړې ځانګړې کمېټې ته دنده سپارل شوې چې زیانمونو سیمو ته د څارویو خوراکي توکي او د تودو ساتلو وسایل ورسوي، او دغه شان د لویو لارو د خلاصون په اړه ګامونه واخلي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو تر کنټرول لاندې د هوا پېژندنې ادارې نن جمعه او سبا شنبه هم د افغانستان په ۳۰ ولایتونو او سالنګونو کې د درنې واورې، شړکنده بارانونو او توندو بادونو او د سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.

دغه ادارې خبرداری ورکړی چې په نورستان، پنجشېر، لغمان او ننګرهار ولایتونو کې به د واورې او بارانونو کچه تر نورو هغو زیاته وي.