ټېسټ لوبه؛ افغانستان ایرلینډ ته د ۱۱۱ منډو هدف ورکړ

د افغانستان او ایرلینډ د روانې لوبې یو انځور

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د ایرلینډ پر وړاندې د یوازېنۍ ټېسټ لوبې د توپوهنې په دوهمې پاڼۍ کې ۲۱۸ منډې وکړې.

افغان لوبډله په لومړۍ پاڼۍ کې له ایرلینډ لوبډلې ۱۰۸ منډې پوروړې وه چې له امله یې یادې لوبډلې ته هدف ۱۱۱ منډې وټاکل شو.

په دوهمې پاڼۍ کې لوبډلمشر حشمت الله شهيدي نیمه سلیزه ووهله او رحمن الله ګربز په ۴۶ منډو وسوځېد.

ایرلینډ ته یو وار بیا چټکو توپ اچونکو مارک اډیر، باري مک کارټي او ګرېګ ینګ درې درې لوبغاړي وسوځول.

ایرلینډ د هدف پوره کولو په موخه د خپلې توپوهنې دوهمه پاڼۍ پیل کړې او دوه لوبغاړي یې نوید ځدراڼ سوځولي دي.