له افغانانو سره د اروپايي ټولنې د څه باندې ۲۰ میلیون ډالري مرستې هرکلی وشو

په پروکسل کې د اروپايي ټولنې پر مرکزي دفتر د دې ټولنې بیرغ

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام له افغانانو سره د اروپايي ټولنې د څه باندې ۲۰ میلیون ډالري مرستې هرکلی وکړ.

د خوړو نړیوال پروګرام پرون پنجشنبې اعلان وکړ چې د اروپايي ټولنې دا یو ویشت میلیونه او ۴۰۰ زره دالره مرسته به د افغانستان په ۲۶ ولایتونو کې د ۳ لکه کسانو، چې خوراکي مصئونیت نه لري او یا بې ځایه شوي دي، د خوراکي امنیت له ښه کولو سره مرسته وکړي.

دا پروګرام وايي چې د استنادي دېوالونو، ویالو اونورو کوچنیو پراختیايي پروژو په بدل کې به مرستې وویشي څو په دې توګه د اقلیمي بدلون او طبیعي پېښو اغېزې کمې شي.