چارواکي: په غزه کې د جګړې له پیله تراوسه تر ۳۰ زره ډېر کسان وژل شوي

غزه کې د روانې جګړې یو انځور

د حماس د سختدریځې ډلې تر څارنې لاندې روغتیا وزارت پرون پنجشنبې وویل چې د غزې په جنګ کې د وژل شویو کسانو شمېر تر ۳۰زره واوښت.

د غزې جګړه وروسته له دې پیل شوه چې حماس ډلې، چې امریکا او اروپايي اتحادیه یې ترهګره بولي، پر اسراییلو برید وکړ او لږترلږه ۱۲۰۰ تنه یې ووژل.

په غزه کې د دېرش زره کسانو د وژل کېدو خبر په داسي حال کې اعلان شو چې د دواړو خواوو د منځګړو په وینا، هغه اوربند، چې دوی ورته له څو اوونیو راهیسي انتظار دي، ممکن په څو ورځو کې ټینګ شي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي، د اسراییل او حماس ترمنځ پر داسي اوربند عمومي موافقه شوې چې په نتیجه کې یې اسراییلي یرغمل خوشي شي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن

ده هیله څرګنده کړه چې اوربند به د مارچ په څلورمه یعني د سې شنبې په ورځ تطبیق شي.

له بلې خوا اسوشېټېډپرېس خبري اژانس پرون پنجشنبې د غزې تړانګې په غزې ښار کې د عیني شاهدانو په قول وویل چې د فلسطینیانو پر هغې ګڼې ګوڼې چې د مرستو د ترلاسه کولو لپاره راټول شوي وو د اسراییلي ځواکونو په ډزو تر سلو زیات کسان وژل شوي دي.

تر دې مخکې په سیمه کې د الشفاء روغتون چارواکو دا د خلکو پر ګڼه ګوڼي د اسراییل هوایي بللی و، خو عیني شاهدانو وروسته وویل چې اسراییلي ځواکونو هغه مهال ډزې وکړې چې خلکو له لاریو اوړه او کنسرف شوي مواد ښکته کول.

د اسراییل حکومت په دې پیښه کې د خپلو ځواکونو د لاس لرلو په اړه له څه ویل ډډه کړې ده.

خو د دغه هیواد پوځ پرون وویل چې د دې پېښې په اړه پلټنه کوي.

په غزه کې د یوه روغتون مسوول هم پرون فرانس پرېس ته وویل چې اسراییلي ځواکونو لږترلږه ۵۰ تنه، چې د مرستو په کاروانونو راټول شوي وو، ډزې وکړې او ویې وژل.

په غزه کې د اسراییلي ځواکونو د عملیاتو یو انځور

په همدې منځ کې مرستندویې موسسې خبرداری ورکوي چې د غزې تړانګې شمالي څنډه به له قحطۍ سره مخامخ شي.

د سې شنبې په ورځ د ملګروملتو د بشري چارو یوه چارواکي امنیت شورا ته ویلي وو چې په غزې تړانګه کې لږترلږه ۵۷۶ زره تنه د قحطۍ په درشل کې دي.

د فرانسې خبری اژانس پرون د حماس د روغتیا وزارت په قول وویل چې په الشفا روغتون کې ماشومان د خوړو او اوبو د کموالي له کبله مړه کېږي.