امیرخان متقي د ترکمنستان له ولسمشر سره پر یو شمېر موضوعاتو خبرې کړي

د ترکمنستان د ولسمشر او د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر یو ځای کړل شوی تصویر

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي ترکمنستان ته د خپل سفر په وروستۍ ورځ نن د هغه هېواد له ولسمشر قربانقلي بردي محمدوف پر یو لړ موضوعاتو خبرې کړي.

د دې وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیااحمد نن پنجشنبې په خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې ښاغلي متقي په دې کتنه کې د ترکمنستان ولسمشر ته په افغانستان کې د امنیت، ثبات او د پانګونې او ټرانزیت لپاره د نویو فرصتونو په اړه معلومات ورکړل.

ښاغلي متقي چې د یوه پلاوي په مشرۍ د تېرې یکشنبې په ورځ د کب د میاشتې په ۶ ترکمنستان ته تللی، تراوسه یې د هغه هېواد له بېلابېلو چارواکو او د سوداګرۍ د چارو له یو شمېرمسوولینو سره لیدنې کتنې کړې دي.

د ښاغلي ضیا احمد په وینا، نوموړي د ترکمنستان له ولسمشر سره له کتنې مخکې د نفتو اوګازو په چارو کې د دې هېواد د وزیرانو شورا له مرستیال باتر آمانوف سره په کتنه کې د ګازو د نل لیکې، ټاپي پروژې او افغانستان ته د مایع ګازو د لیږد په اړه خبرې وکړې.

داچې ایا په دې سفرکې د دواړو لوړو ترمنځ د پام وړ کومې موافقې هم لاسلیک شوې کنه، تراوسه رسماً څه نه دي ویل شوي.

ترکمنستان د منځنۍ آسیا د یوشمیرنورو هغو هیوادونو په کتار کې دی چې د طالبانو له سرپرست حکومت سره یې ښې اړیکې ټینګې کړي، خو هغه یې لکه د نورو هېوادونو په څېر تراوسه په رسمیت نه دی پېژندلی.