پوتین نن خپل ملت ته وینا وکړه

RUSSIA-POLITICS-PUTIN

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین نن پنجشنبې ملت ته وینا وکړه او د اوکراین په وړاندې د جګړې د پرمختګ او له لویدیځ سره د روسیې د اړیکو په اړه یې خپل لید لوری بیان کړ.

پوتین ګواښ وکړ چې که لویدیځ اوکراین ته سرتېري واستوي؛ د ده په خبره له "ترخو" پایلو سره به مخ شي.

پوتین دغه وینا داسې مهال کوي چې څه کم درې اوونۍ وروسته په روسیه کې د ولسمشرۍ انتخابات ترسره کیږي او نوموړی به دې ته په پام چې جدي سیال نه لري، دغه انتخابات په اسانۍ وګټي.

پوتین بیا هم پرخپلې پخوانۍ خبرې چې په کراتو کراتو یې کړې؛ ټینګار وکړ او ویې ویل چې د روسیې له ملي حاکمیت څخه د دفاع لپاره پراوکراین یرغل ته اړتیا وه.

پوتین په دې وینا کې چې د روسیې ړ پارلمان یا دوما د دواړو جرګو غړیو ته یې کوله، پر لویدیځ تور پورې کړ چې د ده په وینا؛ روسیه د وسلو په سیالۍ کې ښکېلوي او هڅه کوي چې دا هېواد په ګونډو کړي.

د روانې اوونۍ په پیل کې د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون په پاریس کې یوې غونډې ته وویل، سره له دې چې په اوس وخت کې په دې اړه چې په اوکراین کې د روسیې د بریالیتوب د مخنیوي لپاره دې د اوکراین په ملاتړ هغه هېواد ته د لویدیځ ځواکونو واستول شي یوه اجماع نشته؛ خو دا انتخاب له پامه نه شي غورځېدای.

خو پوتین وویل چې د لویدیځ دا ډول مداخله به، د ده په وینا ډېرې دردونکې پایلې ولري.