په غزه کې د جګړې دوام او د بحران زیاتوالی

د فلسطین پر غزې ښار د بریدونو دوام

په غزه کې د اسراییل او حماس ترمنځ پر روانې جګړې د پنځو میاشتو له تېریدو سره په سیمه کې بشري بحران لا پراخ شوی.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې ویلي چې د غزې شمالي برخه سخته قحطي ګواښي.

د دې ادارې مسوول او ویاند رامیش راجا سیهنګام پرون چهارشنبې په جینواکې د غزې وضعیت ډیر د اندیښنې وړ وباله او ویې ویل:

" موږ د فبرورۍ میاشتې په وروستیو کې یو او لږترلږه ۵۶۷ زره کسان چې د غزې د نفوس یوه پرڅلورمه برخه ده، قحطۍ ته ورنژدې دي."

د خوړو نړیوال پروګرام یا ډبلیو ایف پي وایي، هیڅ مرستندویه ډله نه ده توانیدلې چې په تېره یوه میاشت کې د غزې شمالي برخې ته مرستې ورسوي.

یو شمېر اسراییلي ځواکونه په غزه کې

د دې پروګرام په وینا، اسراییل د غزې شمال ته د مرستو او هم دې سیمې ته د لاسرسي مخه نیولې ده.

په اوس وخت کې پرخوراکي موادو بار ډېر موټر درول شوي، خو د یو شمېر بهرنیو هېوادونو پوځونه د غزې جنوبي برخې ته له هوا مرستې غورځوي.

په عین حال کې په غزه کې د یوه لنډ مهاله اوربند لپاره نړیوال مرکچیان وایي چې د اسراییل او حماس ترمنځ د شپږو اوونیو لپاره یوه اوربند ته نژدې شوي دي.

د یوه اوربند لپاره هڅې له څو اونیو راهیسې د مصر، قطر او د امریکا د متحدو ایالتونو له خوا پیل شوي، خو تراوسه یې نتیجه نه ده ورکړې.

د ځینو هېوادونو او سازمانونو مرستندویه ډلې له هوا څخه خلکو ته د مرستو کڅوړې ور غورځوي

تمه ده چې د یوه لنډ مهاله اوربند په ټینګیدو سره به د اسراییل له زندانونو د سلګونو فلسطیني بندیانو د خوشې کېدو په بدل کې د حماس له خوا لسګونه برمته شوي آزاد شي.

حماس پراسراییل د اوکتوبر په اوومه له برید سره نژدې ۱۲۰۰ کسان ووژل او شاوخوا ۲۴۰ تنه یې یرغمل کړل.

د تېرکال په وروستیو کې د یوه لنډ مهاله اوربند په ترڅ کې حماس ۱۰۵ تنه یرغمل آزاد کړل او اسراییل هم په بدل کې له خپلو زندانونو ۲۴۰ فلسطیني بندیان خوشې کړل.