د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: اوس د دې وخت دی چې د افغان ښځو په اړه الهام په عمل بد کړو

یو شمېر معترضې افغانې مېرمنې

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، اوس یې وخت دی چې د افغان ښځو په اړه الهام په عمل بدل کړو.

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت پرون چهارشنبې په خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټرکې له ټولو غوښتنه کړې چې د امریکا له بهرنیو چارو وزارت سره دې په هغو هڅو کې ورګډ شي چې هدف یې په ټوله نړۍ کې د افغان ښځو د اقتصادي ښکېلتیا لپاره د ملاتړ رامنځته کول دي.

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت دغه څرګندونې د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې د سې شنبې د ورځ د هغې غونډې په تړاو کړې چې د افغان ښځو د اقتصادي مقاومت په نوم د یوه ایتلاف له خوا جوړه شوې وه.

سفارت د بهرنیو چارو د وزیر انتوني بلېنکېن په ګډون د دې غونډې د ټولو ګډونوالو د ویناوو ستاینه او مننه کړې او هغه یې الهام ورکونکې بللې دي.

ښاغلي بلېنکېن په خپلو خبرو کې دې ته اندېښنه ښکاره کړه چې طالبانو په افغانستان کې د ټولنې نیمه برخه له تعلیم او کارڅخه محرومه کړې.

د هغه په وینا، دغه محدودیتونه سبب شوي چې افغانستان د کال تریو ملیارډ ډالرو پورې زیان وویني.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال له دوبي راهیسې، له کله چې پرافغانستان واکمن شوي، پر نجونو او ښځو د زده کړې او کار په ګډون پراخ بندیزونه لګولي دي.