په ایران کې د وژل شوي افغان کډوال 'الیاس محمدي' جسد خاورو ته وسپارل شو

Your browser doesn’t support HTML5

د الیاس پلار عبدالرحمن وايي، په ایران کې د خپل وژل شوي زوی مړی یې د شنبې په ورځ په هرات کې خاورو ته وسپاره. الیاس محمدي د دلوې په شلمه تهران کې وژل شوی. هغه د تهران ښاروالۍ د تنظیف د برخې کارمند و. د تهران ښاروالۍ اړوند د همشري ورځپاڼې ویلي، محمدي د یوه شخص له لوري د نیایش له پله لاندې غورځول شوی.