زیلینسکي البانیا ته په سفر تللی

د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي

د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي د ناټو د غړي هېواد البانیا پلازمېنې تیرانا ته رسېدلی دی.

ټاکل شوې ده چې دی به د البانیا له دولت سره د اوکراین په ملاتړ د یوې سرمشریزې کوربه وي.

د البانیا د بهرنیو چارو وزیر ایګلي حسني په یوه پیغام کې چې په ایکسپاڼه( پخواني ټویټر) کې یې خپور کړی، ویلي دي چې د البانیا له صدراعظم ایدي راما سره د نننۍ سرمشریزې هدف له کییف څخه د ختیځې اروپا د ملاتړ زیاتیدل او پراخیدل دي.