بلېنکن: په اقتصادي وده کې د ښځو نه ګډون افغانستان ته د کال یو میلیارد ډالر تاوان اړوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي چې افغانستان د طالبانو په واکمنۍ کې په کال کې تر یو میلیارد ډالرو پورې ځکه له لاسه ورکوي چې ښځې په اقتصادي وده کې له ونډې اخیستو بې برخې دي.

انتوني بلېنکین د افغان ښځو د اقتصادي استقامت د ایتلاف په غونډه کې چې پرون په واشنګټن ډي سي کې جوړه شوې وه، پر دې اندېښنه وښوده چې طالبانو د افغانستان نیمايي ټولنه له کار او زده کړو محرومه کړې ده او ویې ویل چې په کال کې یو میلیارد ډالر په اقتصادي وده کې د افغان مېرمنو له ونډې ترلاسه کېدای شي؛ خو د طالبانو د بندیزونو او محدودیتونه له کبله افغانستان ترې بې برخې دی.

د افغان ښځو د اقتصادي استقامت ایتلاف په ۲۰۲۲ کال کې د افغان ښځو او نجونو لپاره د امریکا د ځانګړې استازې ریناامیري په نوښت جوړ شو.

مېرمن امیري پرونۍ غونډې ته پردې خبرې خپګان وښود چې له ۸۹۸ ورځو راهیسې له شپږم د پورته ټولګیو زد کوونکې نجونې له تعلیمه بې برخې دي او د افغان مېرمنو پرمخ د کار او بهر ته د وتلو دروازې بندې شوې دي.

طالبان پر افغان نجونو او ښځو د لګېدلو محدودیتونو په خاطر له نړیوالو انتقادونو سره مخ دي او یو دلیل چې تر اوسه د طالبانو حکومت نړیوالو په رسمیت نه دی پېژندلی هم همدا دی.