د افغانستان په ځینو سیندیزو حوزو کې د اوبو زیاتیدو او سېلابونو اټکل شوی

تصویر له ارشیفه

د هواپېژندنې ادارو له سبا چارشنبې نیولې د جمعې تر ورځې د هېواد په ځینو سیندیزو حوزو کې د اوبو د کچې د لوړېدو او سېلابونو اټکل کړی.

د طالبانو د حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت پر ایکس پاڼه په یوه بیان کې خبرداری ورکړی چې په ځینو سیمو کې د نسبتا تېزو بارانونو او واورو د ورېدو له کبله ښايي سېلابونه راووځي.

د بیان له مخې، د ورښتونو او سېلابونو اټکل تر ډېره د فراه، هلمند، ارغنداب، خاشرود، ترنک، غزني، پکتیا، پکتیکا، لوګر، میدان، غوربند، پنجشیر، لغمان او کونړ سیندونو په اوږدو کې کېږي.

نوموړي وزارت د دې سیمو له خلکو غوښتي چې د سېلابونو پرمهال د سیندونو له غاړو لیرې شي او د کوزنیو سیمو خلکو ته هم پر وخت خبرداری ورکړي.