اوکراین د روسیې د ۱۱ بې پيلوټه الوتکو د ویشتو خبر ورکړ

له ارشیفه د یوه اوکرایني پوځي تصویر

د اوکراین پوځي چارواکي وايي چې نن سهار یې د روسیې له ۱۳ بې پیلوټه الوتکو څخه ۱۱ ویشتلي او راغورځولې دي.

د اوکراین هوايي ځواک نن په یوه بیان کې همداراز وویل چې د روسیې له شپږو کروز توغندیو څخه یې هم دوه له منځه وړي دي.

د اوکراین پوځ وايي چې دا بې پیلوټه الوتکې او توغندي د خارکییف، سوُمي، دنیپروپیتروفسک او څو نورو سیمو په فضا کې په نښه شول.

له بلې خوا د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون وايي چې د اروپايي ټولنې مشرانو په خپله سرمشریزه کې د داسې یوه ایتلاف پر جوړولو موافقه کړې چې د روسیې د یرغل پر وړاندې د مقابلې لپاره اوکراین ته د منځني او اوږده واټن ویشتونکي توغندي او بمونه ورکړي.

له مکرون سره په دې غونډه کې چې تر بیګا ناوخته پورې یې دوام وکړ د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ، د پولنډ ولسمشر اندری دودا او د بالتیک د حوزې د هېوادونو مشران هم شامل وو.