د امنیت شورا ۱۱ غړو د ښځو پر وړاندې د طالبانو ځپونکي سیاستونه وغندل

د ملګرو ملتونو سازمان لوګو

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا څه باندې دوه پردرېیمې برخې غړیو د دوشنبې په ورځ له طالبانو وغوښتل چې د ښځو او نجونو په وړاندې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پرزده کړو بندیز او د ښځو د کار او ازاد تګ راتګ د حق په ګدون ټول ځپونکي او تبعیضي سیاستونه او فرمانونه لغوه کړي.

په هغې کې اعلامیه کې چې د امنیت شورا بېګا د افغانستان په اړه د بندو دروازو ترشا له غونډې وروسته خپره کړې، د دې شورا له پنځلسو غړیو یوولسو یې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته د طالبانو له رسیدو راهیسې پرښځو او نجونو د دوی له لوري ځپنه غندل شوي او یو ځل بیا یې په عامه، سیاسي، اقتصادي، کلتوري او ټولنیز ژوند کې؛ په ځانګړې توګه د افغانستان په اوسنۍ واکمنۍ کې چې د نړیوال تعامل د زیاتوالي لټه کوي، د پرېکړې کولو په ټولو سطحو کې د هغوی پرمساوي مشارکت ټینګار کړی دی.

په دغه اعلامیه کې د امنیت شورا یوولسو غړیو، اکوادور، فرانسې، ګیانا، جاپان، مالتا، سیریلییون، سلوینیا، جنوبي کوریا، سویس، برېتانیا او متحدو ایالتونو یادونه کړې چې په افغانستان کې یواځې هغه وخت تلپاتې سوله ټینګېدای شي چې دا هېواد یو ټول شموله سیاست مخ ته یوسي او د ښځو او نجونو په ګډون د ټولو افغانانو د بشري حقونو درناوی وکړي.