د هنګري پارلمان په ناټو کې د سویډن غړیتوب ته رایه ورکړه

د هنګري پارلمان

د هنګري پارلمان پرون په ناټو کې د سویډن د غړیتوب لایحه تصویب کړه.

له دې سره په داسې حال کې چې د اوکراین جګړه لاهم روانه ده، په ناټو کې د اروپا د شمال د دې هېواد غړیتوب ته لاره اواره شوه.

هنګري د ناټو وروستی غړی دی چې له څو میاشتو ځنډ وروسته په دې ټلواله کې د سویډن غړیتوب مني.

د پارلمان غړو په ۱۸۸ موافقو او شپږ مخالفو رایو دا اقدام تایید کړ. په دې برخه کې د هنګري ځنډ د ناټو غړي هېوادونه په غوسه کړي وو.

د سویډن صدراعظم اولف کریسترسن Ulf Kristersson په غبرګون کې دا یوه تاریخي ورځ وبلله او ویې ویل سويډن چمتو دی چې د اروپا او اتلانتیک د امنیت د ټینګښت لپاره خپل مسوولیتونه ترسره کړي.