د ایران سلګونه فعالان: ټاکنو کې برخه نه اخلو، پایلې یې له مخکې تنظیم شوي

د ایران د ټاکنیزو هڅو یوه څنډه

د ایران سلګونه سیاسي، ټولنیز او فرهنګي فعالان وايي، د دې هېواد د راروانو انتخاباتو نتایج له اوسه تنظیم شوي او دوی ګډون نه پکې کوي.

د مرتضا الویري، عبدالعلي بازرګان او علیرضا رجايي په ګډون ۲۷۵ تنه فعالانو د ایران د پارلمان د دولسمې دورې په انتخاباتو کې د ګڼ شمېر کاندیدانو ردېدلو ته د اشارې په ترڅ کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره د انتخاباتي بنسټ وضعیت خواشینونکی بللی او پر چارواکو یې انتقاد کړی دی.

په اعلامیه کې پر هغو جریانونو چې په انتخاباتو کې ګډون د هېواد په مصلحت بولي انتقاد شوی دی. اعلامیه زیاتوي چې په انتخاباتو کې د مشارکت او حضور ازموېل شوی سیاست د استبداد له دوام پرته بله نتیجه نه ورکوي.

په پام کې ده چې د ایران د ولسي جرګې یا مجلس لپاره انتخابات او ورسره د خبره ګانو په نوم د بل مجلس لپاره د رایو اخیستل د راروانې جمعې په ورځ پیل شي، خو ډېری نوماند کاندیدان لا له مخکې رد شوي دي.