د طالبانو د حکومت یو اقتصادي پلاوی له چابهار بندر څخه لیدنه کوي

د ایران د چابهار بندر یوه څنډه

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، د طالبانو د حکومت یو اقتصادي پلاوی له چاه بهار بندر څخه لیدنه کوي.

ایرنا خبري آژانس خبر ورکړی چې د طالبانو د حکومت دا تخنیکي او اقتصادي پلاوی د چاه بهار په آزاده تجارتي او صنعتي سیمه کې د افغان سوداګرو لپاره د سوداګرۍ او پانګونو د فرصتونو د ارزونې لپاره هلته تللی دی.

ایرنا د چاه بهار د یوه چارواکي اکبر باور له قوله خبر ورکړی چې د افغان پلاوي د سفر پرمهال به په دې بندر کې د استوګنې د کورونو او د اقتصاد او هوټلدارۍ په برخو کې څو پروژې پرانیستل شي.

افغانستان چې سمندر ته خپله لاره نه لري او د پاکستان له لارې د سوداګرۍ او ترانزیت په برخو کې تل له ستونزه سره مخامخ وي، هڅه کوي چې د چاه بهار بندر له لارې له نورې نړۍ سره سوداګري پراخه کړي.