مریم نواز د پاکستان د پنجاب د اعلی وزیرې په توګه لوړه وکړه

مریم نواز د پاکستان د پخواني صدراعظم نوازشریف لور ده

مریم نواز نن دوشنبې د پاکستان د پنجاب ایالت د اعلی وزیرې په توګه لوړه وکړه او ویې ویل چې پردې دندې د نوموړې ټاکل کېدل د هرې ښځې، د هرې لور او مور لپاره بریا ده.

مریم نواز چې د پاکستان د پخواني صدراعظم نوازشریف لور ده، د پنجاب ایالتي پارلمان نویو ټاکل شویو غړیو ته وروسته له هغې چې پر دې دندې د نوموړي ټاکنه یې تایید کړه، وویل، دغه ټاکنه ثابتوي چې ښځه اونجلۍ د دې دلیل نه‌شي کېدای چې تاسو له خوبونو راوګرځوي.

د فرانس‌پرېس خبري آژانس د راپور له مخې مریم نواز د پاکستان په تاریخ کې لومړۍ ښځه ده چې د دې هېواد د یوه ایالت د چارو واګې ترلاسه کوي.

په پاکستان کې د فبرورۍ په اتمه د عمومي انتخاباتو په نتیجه کې د مسلم لیګ نوازاو د پاکستان پیپلز ګوندونو ډېرې رایې وګټلې چې له څو نورو کوچنیو ګوندونو سره یې د یوه مرکزي ایتلافي حکومت پر جوړولو سلا کړې ده.

د پاکستان د صدارعظمي څوکۍ ته هم د مریم نواز تره شهبازشریف، چې هغه هم په دې وروستیو کې څه کم دوه کاله د پاکستان د صدراعظم په توګه دنده ترسره کړې، غوره شوی دی.