زیلینسکي: ۳۱ زره اوکرایني سرتېري له روسیې سره په جګړه کې وژل شوي

د اوکراین ولسمشر، ولودومیر زیلینسکي

د اوکراین ولسمشر له روسیې سره په جګړه کې د وژل شویو اوکرایني پوځیانو شمېر ۳۱ زره اعلان کړ.

ولودومیر زیلینسکي پر اوکراین د روسیې د برید د دویمې کلیزې په مناسبت په یوه خبري غونډه کې د وژل شویو اوکراییني سرتېرو شمېر اعلان کړ.

د اسوشیېټډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، دا لومړی وار و چې په تېرو دوو کلونو کې د اوکرایین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي له روسیې سره په جګړه کې د وژل شویو اوکراییني سرتېرو شمېر رسنیز کړ.

ښاغلي زیلینسکي د ټپي یا ورکو پوځي پرسونل کره شمېره اعلان نه کړه.

اخوا د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ هم په یوه بیانیه کې ویلي چې په اوکراین کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څارنې ادارې د جګړې پر مهال د ۳۰ زره ۴۵۷ ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه پلټنې کړي چې په اساس یې ۱۰ زره ۵۸۲ تنه وژل شوي او ۱۹ زره ۸۷۵ تنه نور ټپيان شوي دي.