نن د افغانستان په ۲۱ ولایتونو کې د ګوزڼ پر ضد د واکسین کمپاین پیلیږي

تصویر له ارشیفه، یو افغان رضاکار چې ګوزڼ یې پښه فلج کړې، ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین کوي

نن دوشنبه د افغانستان په ۲۱ ولایتونو کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو واکسیناسیون پیلېږي.

له پولیو خلاص افغانستان بنسټ چې د روغتیا نړیوال سازمان او یونیسف یې ملاتړ کوي، په خپله وېبپاڼه کې لیکلي چې دغه کمپاین به په کابل، کندوز، تخار، بغلان، نورستان، کونړ، لغمان، پروان، کاپیسا، ننګرهار، پکتیا، پکتیکا، خوست، غزني، زابل، ارزګان، کندهار، هلمند، نیمروز، فراه او هرات کې تطبیق شي.

تېر میلادي کال په افغانستان کې د ګوزڼ ۶ مثبتې پېښې ثبت شوې وې چې ټولې په ننګرهار کې وې، خو سږکال تر دې دمه د کومې مثبتې پېښې راپور نه دی ورکړل شوی.

افغانستان او پاکستان په نړۍ کې هغه دوه هېوادونه دي چې لا هم د ماشومانو د ګوزڼ ناروغي په کې ختمه شوې نه ده.

له پاکستانه د لکونه افغان کډوالو جبري ستنولو په افغانستان؛ په تېره سرحدي ولایتونو کې د ګوزڼ د پېښو د زیاتېدو اندېښنې پورته کړي.