د اوکراین ولسمشر د سویډن د دفاع له وزیر سره وکتل

د اوکراین ولسمشر او د سویډن د دفاع وزیر

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلینسکي د سویډن له دفاع وزیر پاول یوهنسن سره پرون په کییف کې وکتل.

دا کتنه پر اوکراین د روسیې د غیرموجه یرغل د دوو کلونو پوره کېدو په مناسبت وشوه او دواړه مشرانو کییف ته د سویډن د پوځي مرستو د بلې بستې پر ورکړه او د وسلو د ګډ تولید پر امکاناتو بحث وکړ.

زلینسکي پرون چې د روسیې د یرغل دوه کاله پوره شول، ویلي: دا هغه ورځ ده چې غمیزه پیل شوه او دا ډېره مهمه ده چې زموږ ملګري دلته زموږ تر څنګ دي.

د اوکراین ولسمشر، اوکراین ته د سویډن د دفاع وزیر سفر له اوکراین سره د پیوستون مهمه نښه وبلله.

سویډن تېره سې شنبه اعلان وکړ چې اوکراین ته به د ۶۸۲ ملیون ډالرو په ارزښت پوځي مرسته ورکړي.

دا له کله چې روسیې پر اوکراین یرغل پیل کړی، د سویډن د مرستو پنځلسمه بسته ده.