د اوو صنعتي هېوادونو مشران: د روسیې د جګړې پر وړاندې د اوکراین ملاتړ ته دوام ورکوو

د اوکراین یو شمېر سرتېري

د جي اووه یا د نړۍ د اوو لویو صنعتي هېوادونو رهبرانو پرون د اړتیا تر وخته، د روسیې په وړاندې په جګړه کې د اوکراین د ملاتړ ژمنه وکړه.

دغو هېوادونو ویلي چې دوی به داسې لارې چارې ولټوي چې مسکو پر اوکراین د خپل یرغل له کبله د اړولو زیانونو بیه پرې کړي.

د جي اووه ډلې رهبرانو پرون د اوکراین له ولسمشر ولودمیر زلینسکي سره پر اوکراین د روسیې د غیرموجه یرغل د دوو کلونو پوره کېدو په مناسبت د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.

د دې یرغل له کبله د اوکراین په لسګونو زره کسان وژل شوي، د دغه هېواد د قلمرو زیاته برخه ویجاړه شوې او اقتصاد یې زیانمن شوی دی.

د اوو لویو صنعتي هېوادونو رهبرانو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، په داسې حال کې چې په اوکراین کې روانه جګړه درېیم کال ته داخله شوه، د اوکراین وګړي او حکومت د اړتیا تر وخته پر موږ حساب کولی شي.