مولوي کبیر: کورني او بهرني بنسټونه دې د وچکالۍ ځپلو لاسنیوی وکړي

د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال، مولوي عبدالکبیر

د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال له کورنیو او بهرنیو بنسټونو او مرستندویو ادارو وغوښتل چې په افغانستان کې د وچکالۍ ځپلو لاسنیوی وکړي.

ملي راډیو ټلویزیون چې د طالبانو په کنټرول کې دی پرون په خپله ایکس شبکه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې مولوي عبدالکبیر دا خبره د لغمان ولایت له کوچیانو او قومي مشرانو سره په کتنه کې کړې ده.

وړاندې لیکل شوي چې مولوي عبدالکبیر ویلي، وچکالۍ په افغانستان کې د ملیونونو وګړو ژوند له ستونزو سره مخامخ کړی دی.

که څه هم نن او سبا د افغانستان په ۲۴ ولایتونو کې د واورې او باران د اورېدو، دغه راز په ځینو سیندي حوزو کې د سېلابونو د راوتلو اټکل شوی دی، خو بزګران وايي چې لا هم د تېرو کلونو د وچکالیو اغېزې ختمې شوې نه دي.