سبا د افغانستان په ۲۱ ولایتونو کې د ګوزڼ پرضد د واکسین کمپاین پيلیږي

تصویر له ارشیفه

سبا دوشنبه د افغانستان په ۲۱ ولایتونو کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین ورکولو کمپاین پیلېږي.

له پولیو خلاص افغانستان بنسټ چې د روغتیا نړیوال سازمان او یونیسف یې ملاتړ کوي، په خپله وېبپاڼه کې نن لیکلي چې دغه کمپاین به په کابل، کندوز، تخار، بغلان، نورستان، کونړ، لغمان، پروان، کاپیسا، ننګرهار، پکتیا، پکتیکا، خوست، غزني، زابل، ارزګان، کندهار، هلمند، نیمروز، فراه او هرات کې تطبیق شي.

تېر میلادي کال په افغانستان کې د ګوزڼ ۶ مثبتې پېښې ثبت شوې وې چې ټولې په ننګرهار کې وې، خو سږکال کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.

افغانستان او پاکستان په نړۍ کې هغه دوه هېوادونه دي چې لا هم د ماشومانو د ګوزڼ ناروغي په کې ختمه شوې نه ده.