په اروپا کې د افغان حقوقپوهانو سراسري ټولنه: افغانستان کې دې اساسي قانون انفاذ شي

د افغانستان د پرځیدلي جمهوري نظام اساسي قانون - تصویر له ارشیفه

په اروپا کې د افغانستان د حقوقپوهانو سراسري ټولنې یو وار بیا په افغانستان کې د اساسي قانون د انفاذ غوښتنه وکړه.

د دې ټولنې مشر میر عبدالواحد سادات پرون له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې دا موضوع یاده کړه او ویې ویل:

" د عدم مشروعیت بحران د ختمولو لپاره په افغانستان کې د اساسي قانون نافذ کول، اساسي شرط او یوازنۍ لار ده."

طالبانو شا و خوا دوه نیم کاله مخکې پر افغانستان د ولکې له بیاټینګولو وروسته ټول قوانین ملغی اعلان کړل او وايي ټولې چارې د شریعت د حکمونو له مخې پرمخ بیايي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح اله مجاهد د جمعې په ورځ ویلي، په افغانستان کې د اساسي قانون نه شتون، د قانونی خلا په معنی نه دی.