د اوکراین ولسمشر او د ایټالیا صدراعظمې دوه اړخیز امنیتي تړون لاسلیک کړ

د عکس ښي لور ته د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي او چپ لور ته د ایټالیا صدراعظمه جیورجیو ملیوني د امنیتي تړون د لاسلیک پر مهال

د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي او د ایټالیا صدراعظمې جیورجیو ملیوني نن په کییف کې دوه اړخیز امنیتي تړون لاسلیک کړ.

تر دې مخکې اوکراين له بريتانيا، جرمني، فرانسې او ډنمارک سره امنيتي تړونونه لاسليک کړي وو.

د دغو تړونونو هدف د اوکراین د امنیت ملاتړ دی تر څو چې دغه هېواد د ناټو غړی شي.

په اوکراین د روسیې د یرغل د دوه کلنېدو په مناسبت، د ایټالیا، کاناډا، بلجیم او د اروپا د کمېسیون مشران یوځل بیا د اوکراین د ملاتړ د څرګندولو لپاره کییف ته ولاړل.

د ۲۰۲۲م کال د فبرورۍ په ۲۴مه پر اوکراین د روسیې غیر موجه یرغل پیل شو.