سوړ ژمی او د برښنا دوامداره پرچاوي؛ د کابل ښار اوسېدونکي یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي

ارشیف: په کابل کې د برښنا نشتوالي له کبله یوې کورنۍ له نورو ذریعو څخه خپله برښنا تامینوي.

د پلازمېنې کابل یو شمېر اوسېدونکي وايي، په تېرو څو ورځو کې د برښنا د دوامدارې پرچاوي له امله په دې سوړ ژمي کې له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي.

دوی وايي، په دې سوړ ژمي کې چې تر بل هر وخت ډېرې برښنا ته اړتیا لري او د شپې ډېری وخت په تیارو او سړې هوا کې تېروي.

د کابل ښار د اتمې ناحیې اوسېدونکې رحیمه هم وايي چې هوا سړه ده او دوی د محدودو ساعتونو لپاره برښنا لري چې دې وضعیت د دوی ژوند ستونزمن کړی دی.

هغه وايي: "دوه شپې کېږي چې هېڅ برق نه‌لرو، کله چې راځي هم داسې وخت راځي چې موږ ویده یو او سهار وختي ځي. زموږ اقتصاد ښه نه دی، شپې پرته له برښنا په تیارو کې تېرو. د بې برقي له امله ستونزو سره مخ یوو."

د کابل ښار د دارالامان اوسېدونکې سیما وایي: "له کله نه چې واوره ورېدلې او هوا سړه شوې نو زموږ برښنا ډېره خرابه شوې ده. د ورځې هېڅ نه وي، که وي هم یو ساعت یا نیم ساعت. برښنا چې نه وي اوبه هم نه‌لرو، ناست یو چې کله به برښنا راځي چې اوبه واخلو."

دوی غواړي د بې برقي ستونزو ته یې رسېدنه وشي.

د کابل ښار اوسېدونکي په داسې حال کې د برښنا د پرچاوۍ له زیاتوالي شکایت کوي چې د واورې او بارانونو ورښتونو په دې وروستیو کې د کابل هوا نوره هم سړه کړې ده.

د طالبانو حکومت تر کنترول لاندې د برښنا شرکت ویاند حکمت الله میوندي د کابل ښاریانو د دې ستونزو د حل په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

افغانستان داسې یو هېواد دی چې د خپل اړتیا وړ ډېره برښنا له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي ډول ازبکستان، تاجکستان او ایران څخه واردوي.

خو یاد شرکت د کب میاشتې په لومړۍ نېټه اعلان کړی و چې د تخنیکي ستونزو له امله له ترکمنستان څخه د واردتي برښنا کچه ۵۰ سلنه کمه شوې او د کابل په ګډون یو شمېر ولایتونه د برښنا له پرچاوۍ سره مخ شوي دي.

افغانستان یو داسې هېواد دی چې واردتي برښنا ته یې تکیه کړې او د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش یا سیګار د راپور له مخې دا هېواد اوسمهال د خپل اړتیا وړ ۸۰ سلنه برښنا له ازبکستان، تاجکستان او ایران څخه واردوي.

وخت په وخت د تخنيکي ستونزو او يا هم د برښنا په صادرونکو هېوادونو کې د برښنا د تقاضا د زياتوالي له امله په افغانستان کې د برښنا پرچاوۍ په ځانګړې توګه په هغو ولايتونو کې چې پر وارداتي برښنا تکيه کوي، ډېرېږي.