د میدان وردګ په جلریز کې د سېلاب ځپلیو لپاره ۷۵ کورونه جوړ شول

د افغانستان په عمومي نقشه کې د میدان وردګ ولایت موقعیت

د میدان وردګ ولایت په جلریز ولسوالي کې د سېلاب ځپلیو لپاره ۷۵ کورونه جوړ شول.

دا کورونه د جلریز ولسوالي په تکاني سیمه کې 'ډي آر سي' موسسې ودان کړي چې په هر کور کې درې پخې کوټې، یو پخلنځی او یو تشناب شته.

د سیمې خلکو ازادي راډیو ته وویل چې د دې کورونو شاوخوا دېوالونه نه شته، سړکونه یې نه دي تېر شوي، ښوونځی او کلینیک هم نه دی ورته جوړ شوی.

د جلریز ولسوالي په تکاني سیمه کې اووه میاشتې مخکې سېلابونه راغلي وو چې د سر او مال زیان یې اړولی و.