د لوېدیځ یو شمېر مشران کییف ته رسېدلي

د ایټالیا د حکومت د بیان له مخې د اروپایي کمېسیون مشره اورزلا ون دیر لین له پولنډ څخه په رېلګاډي کې کییف ته ولاړه.

د لوېدیځ یو شمېر مشران تېره شپه کییف ته ورسېدل.

د ایټالیا د حکومت د بیان له مخې د اروپایي کمېسیون مشره اورزلا ون دیر لین له پولنډ څخه په رېلګاډي کې کییف ته ولاړه چې له دې سره د ایټالیا صدراعظمه جورجیا ملوني، د کاناډا صدراعظم جستن ترودو او د بلجیم صدراعظم الکساندر دي کرو هم مله وو.

دا مشران غواړي چې پر اوکراین د روسیې د یرغل د دوهم کال د پوره کېدو په مناسبت خپله خواخوږي له اوکراین سره شریکه کړي.

په دې ترڅ کې د دې جګړې د دوهم کاله له پوره کېدو سره سم مسکو خپل پيغام په دې ډول استولی چې دفاع وزیر یې د اوکراین هغو سیمو ته تللی چې روسیي پوځیانو نیولي دي.

ټاکل شوې چې صدراعظمه ملوني به د ویډیو کنفرانس له لارې د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادونو د ډیموکراسۍ مشرانو ته هم د ګډون بلنه ورکړي، دې غونډې ته به د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي وینا وکړي.