امیري: نړیواله ټولنه د افغانانو د اقتصادي ثبات، امنیت او حقونو ته درناوی لري

د افغان نجونو، ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري

د افغان نجونو، ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې وايي، د دوحې غونډې دا بیا روښانه کړه چې نړیواله ټولنه د افغانانو د اقتصادي ثبات، امنیت او حقونو ته د درناوي، په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو د کړاوونو د هواري لپاره یو موټی او ژمنه ده.

رینا امیري نن سهار په خپله ایکس‌پاڼه په دوحه کې شویو بحثونو ته په اشارې لیکلي، په دې غونډه کې د افغانستان د مدني ټولنې استازو په یوه خوله وویل چې نړیواله ټولنه دې د افغانستان د امنیتې حالاتو په ارزونه کې د افغان ښځو ناوړه حال او د افغانستان په بحثونو کې د ښځو او مدني ټولنې د ګډون ارزښت ته پام وکړي.

له دې وړاندې پرون د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټوماس وېسټ ویلي وو، ټول په افغانستان کې د ګډو ګټو په اړه قوي اجماع لري.