بخښنې نړیوال سازمان: طالبان باید سمدستي اعدام او نورې ظالمانه سزاګانې ودروي

د بخښنې نړیوال سازمان نښان

د بخښنې نړیوال سازمان د طالبانو له‌خوا په غزني کې د دوو کسانو د اعدام په غبرګون کې دا کړنه د نه زغم، انساني کرامت ته سپکاوی او د نړیوالو قوانینو او معیارونو سرغړونه بللې.

په بریتانیا کې د بښنې نړیوال سازمان تېره شپه ناوخته یوه خپره کړې اعلامیه کې د طالبانو تر واک لاندې د عادلانه محاکمو نه‌شتون د جدي اندېښنې وړ بللی او زیاتوي، طالب چارواکي باید سمدستي اعدام او نورې ظالمانه سزاګانې ودروي.

په دې اعلامیه کې د دې سازمان د جنوبي اسیا د سیمه‌ییزې مرستیالې لیویا ساکاردي له قوله لیکل شوي: "اوس د دې وخت دی چې نړیواله ټولنه او ملګري ملتونه په طالبانو د بشري حقونو د ښکاره سرغړونو له امله فشار راوړي څو دا ډاډ تر لاسه شي چې په افغانستان کې د نړیوالو حقونو خوندیتوب ته درناوی کېږي."

د طالبانو حکومت د پنجشنبې په ورځ یوه اعلامیه کې خبر ورکړی چې په غزني کې دوه تنه د قتل په جرم اعدام کړي دي.