ملګرو ملتونو په غزني کې د دوو کسانو له اعدام سره مخالفت وښود

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک

په افغانستان کې د دوو کسانو تر قصاص وروسته ملګرو ملتونو پرون پنجشنبه وویل چې دغه بنسټ د مرګ د سزا مخالفت دی.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک پرون په نیویارک کې خبریالانو ته وویل: "موږ په قاطعیت د مرګ د سزا د کارونې مخالفت ته دوام ورکوو او فکر کوم چې په مشخص د دغو اعدامونو عامه بڼه زړه بوږنوونکې وه."

دوجاریک دا څرګندونې داسې وخت کړي چې د طالبانو د سترې محکمې پرون خبر ورکړ چې په قتل دوه تورن کسان پرون په غزني کې په عام محضر کې قصاص شول.

په همدې حال کې د بخښنې نړیوال سازمان هم نن په یوه اعلامیه کې له طالبانو د هر ډول اعدامونو او د مرګ سزا د ختمېدو غوښتنه کړې ده.

تر دې مخکې پرون په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما، په غزني کې د دوو کسانو د پروني قصاص په باب خپل سخت مخالفت وښود.

یوناما پرون په خپله ایکس شبکه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې ملګري ملتونه د مرګ د سزا سخت مخالفت کوي او دا سزا د ژوند له اساسي حق څخه سرغړونه ده.