پوتین او میرضیایف د 'افغان-ټرانس' د اوسپنې پټلۍ پروژې په اړه خبرې کړي

د عکس ښي لور ته د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین او چپ لور ته د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د روغبړ پر مهال

ځینو رسنیو راپور ورکړی چې د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د روسیې له ولسمشر ولادمیر پوتین سره د 'افغان-ټرانس' د اوسپنې پټلۍ د پروژې په اړه خبرې وکړې.

د اذربایجان ټرند خبري اژانس پرون پنجشنبه خبر ورکړی چې دواړو ولسمشرانو پرون د روسیې د کازان غونډې په څنډه کې د کتنې پر مهال پر دې موضوع بحث کړی دی.

افغان- ټرانس د اوسپنې د پټلۍ هغه پروژه ده چې د منځنۍ اسیا هېوادونه په سوداګرۍ او ټرانزیټ کې له جنوبي اسیا سره نښلوي.

تر دې مخکې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي ویلي وو چې ازبکستان، افغانستان او پاکستان پرېکړه کړې، څو له ترمز څخه تر پېښوره پورې د دې پټلۍ عملي کار ډېر ژر پیل کړي.

تمه کېږي دغه پټلۍ د ازبکستان ترمز ښار د مزارشریف، پلخمري، کابل او جلال اباد له لارې له پېښور سره ونښلوي.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې ویلي چې د اوسپنې پټلۍ دغه پروژه منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا ته د افغانستان صادرات زیاتوي.