زلزلې د کندز ځینې برخې ولړزولې

د افغانستان په عمومي نقشه کې د کندز موقعیت

نن سهار یوې نسبتاً خفیفې زلزلې د کندز ولایت ځینې برخې ولړزولې.

د امریکا د متحدو ایالتونو د جیولوجیکي سروې ادارې د معلوماتو له مخې د ریښتر په مقیاس د دې زلزلې د شدت اندازه ۴ اعشاریه ۶ وه.

په دغو معلوماتو کې ویل شوي، چې د دې زلزلې مرکز د کندز جنوبي برخې وې.

تر اوسه په دې زلزله کې د اوښتې مرګ ژوبلې په باب څه نه دي ویل شوي.

تېره یکشنه د ریښتر په مقیاس یوې پنځه درجې زلزلې د بلخ ولایت ځینې برخې لړزولې وې.

ویل شوي وو، هغه زلزله دا زلزله تر ځمکې لاندې لس کیلومتره ژوره وه او بلخ ولایت یې لړزولی و، خو چا ته یې د سر او مال زیان نه و اړولی.

په تېره اکټوبر میاشت کې څو زلزلې د افغانستان هرات ولایت ولړزاوه چې د ملګرو ملتونو په وینا شاوخوا ۱۵۰۰ کسان یې مړه او نږدې ۲۰۰۰ نور کسان یې ټپیان کړل.