یوناما په غزني کې د دوو کسانو پر قصاص سخت مخالفت ښودلی

Your browser doesn’t support HTML5

طالبانو په غزني کې دوه کسان اعدام کړل

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما په غزني کې د دوو کسانو پر پروني قصاص خپل سخت مخالفت ښودلی دی.

یوناما پرون په خپله ایکس شبکه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې ملګري ملتونه د مرګ د سزا سخت مخالفت کوي او دا سزا د ژوند له اساسي حق څخه سرغړونه ده.

د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت له اوسنیو حاکمانو د مرګ د سزا د کارونې، د فوري ځنډولو غوښتنه کړې چې دا د دې سزا د له منځه وړلو پر لوري یو ګام وي.

د طالبانو د سترې محکمې پرون خبر ورکړ چې پر دوو کسانو چې په قتل تورن شوي وو، په عام محضر کې دغه قصاص د غزني د مرکز د علي لالا کلي د فوټبال په لوبغالي کې د طالبانو حکومت د یو شمېر چارواکو او ګڼو عامو خلکو په حضور کې پلی شو.