افغان نجونو ته په طبي انسټېټیوټونو کې د نوملیکنې اجازه؛ یوناما یې هرکلی وکړ

د ملګرو ملتونو بیرغ

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یوناما د طالبانو له هغې پرېکړې هرکلی کړی چې د دولسمو ټولګیو فارغو نجونو ته يې په طبي انسټېټیوټونو کې د نوملیکنې اجازه ورکړې ده.

یوناما نن پر خپلې ایکس شبکې یا پخواني ټویټر د طالبانو دا اقدام په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو په برخه کې د اندېښنو د له منځه وړلو لپاره یو ګام بللی او ویلي یې دي، افغان ښځې او نجونې ثانوي او لوړو زده کړو ته اړتیا لري.

طالبانو وړمه ورځ د لومړی ځل لپاره د افغانستان په شمال او جنوب کې د ۱۱ ولایتونو په طبي انسټېټیوټونو کې نجونو ته د نوملیکنې اجازه ورکړه.

له دې وړاندې دا اندېښنې زیاتې وې چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د ښځینه ډاکترانو، نرسانو او قابلو له کمښت سره مخامخ دی.