طالب چارواکي: غزني کې مو ۲ تنه د خلکو مخته اعدام کړل

د غزني ولایت نقشه

په غزني کې طالب چارواکې وايي، نن يې دوه تنه د "علي لالا سیمې" په یوه فوټبال لوبغالي کې د خلکو مخته اعدام کړل.

د طالبانو سترې محکمې نن د (فبرورۍ ۲۲ مه) په یوې اعلامیه کې ویلي، د دغو کسانو د ­"قصاص" پرېکړه د دوی د مشر ملا هبت الله اخندزاده د فرمان او درېیو محکمو له حکم وروسته شوې ده.

د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د چهارشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې له خلکو غوښتي وو چې د اعدام ځای ته دې د برېښنايي وسایلو له ور وړلو ډډه وکړي.

له دې وړاندې طالبانو د ۲۰۲۳ کال په جون میاشت کې په لغمان کې یو تن د پنځو کسان د قتل په تور په عام محضر کې اعدام کړی و.

واک ته له راستنېدو وروسته د طالبانو تر مشرۍ لاندې په عام محضر کې لومړنی تایید شوی اعدام د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر مياشت، په فراه کې د سلګونو نندارچیانو او د لوړ پوړو طالب چارواکو په وړاندې ترسره شو.