یو شمېر سیاسي جریانونه: د افغانستان د ناورین په حل کې پر طالبانو یو اړخیز ټینګار به دا ناورین نور هم ژور کړي

د قطر پلازمېنه دوحه

د طالبانو یو شمېر مخالف سیاسي جریانونه او د ښځو د حقونو بنسټونه، د افغانستان په اړه د دوحې وروستۍ ناستې ته په غبرګون کې وايي، د افغانستان د بحران په حل کې د طالبانو پر رول یو اړخیز ټینګار به دا بحران لا بدتر کړي.

دغه سیاسي جریانونه چې د ملي مقاومت شورا، د اسلامي یووالي ګوند، د آزادۍ جبهه او د افغان ښځو یو شمېر اعتراضي خوځښتونه هم پکې شامل دي، په خپلې دویمې ګډه اعلامیه کې ویلي، د دوحه ناسته هیڅ داسې پایلې ته ونه رسېده چې په افغانستان کې د تېرې نیمې پېړۍ د کړکېچ د بنسټیزو مسایلو حل راوباسي.

د فبرورۍ په ۱۸-۱۹ مه د افغانستان په اړه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د ملګرو ملتونو په کوربه توب ناسته جوړه شوې وه چې د افغانستان لپاره د هېوادونو د ځانګړيو استازو، نړیوالو سازمانونو او بنسټونو ترڅنګ یو شمېر افغانان هم وربلل شوي وو.

طالبانو په دې ناسته ګډون رد کړی و.