طالبان نن ۲ تنه په غزني کې د قتل په تور اعداموي

د غزني ولايت په نقشه کې

په غزني کې طالب چارواکي وايي، نن به د علي لالا سیمې د فوټبال په لوبغالي کې د قتل په تور دوه تنه په عام محضر کې اعدام کړي.

د دې ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست پرون په یوه خبرپانه کې ویلي، دغه پرېکړه د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخندزاده د فرمان او د درېیو محکمو د حکم پر بنسټ شوې ده.

په خبرپاڼه کې د تورنو کسانو د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي.

په خبرپانه کې له خلکو غوښتل شوي چې د اعدام ځای ته له ځان سره برېښنايي وسایل ور نه وړي.

له دې وړاندې طالبانو د ۲۰۲۳ کال په جون میاشت کې په لغمان کې یو تن د پنځو کسان د قتل په تور په عام محضر کې اعدام کړی و.

واک ته له راستنېدو وروسته د طالبانو تر مشرۍ لاندې په عام محضر کې لومړنی تایید شوی اعدام د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر مياشت، په فراه کې د سلګونو نندارچیانو او د لوړ پوړو طالب چارواکو په وړاندې ترسره شو.