ایران د خپلو ګازو پر نل لیکو د وروستیو چاودنو پړه پر اسراییل واچوله

د وروستیو چاودنو یو اړوند تصویر

د ایران د نفتو وزیر جواد اوجي په دغه هېواد کې د ګازو پر نل لیکو د وروستیو چاودنو پړه پر اسراییل اچولې ده.

د ازادۍ راډیو د خبر مرکزي څانګې لیکلي چې اوجي پرون چهارشنبه په یوه خبري کانفرانس کې دغه څرګندونې وکړې خو نور جزیات یې ورنه کړل.

خبر کې راغلي چې دغه ډول څرګندونې د ایران او اسراییل ترمنځ د ناندریو د زیاتېدو ښکارندويي کوي.

په ایران کې د فبرورۍ په ۱۴مه د ګازو پر نل لیکو څو چاودنې وشوې چې لږ تر لږه پنځو ولایتونو ته یې د ګازو لېږد له ستونزو سره مخامخ کړ.

ایراني چارواکو هغه مهال د ګازو پر دوو لویو نل لیکو دا چاودنې " ویجاړونکی او ترهګریز" عمل بللی و.