د امریکا د کانګرس یو غړی: افغانستان کې بندي راین کاربیټ دې را خوشې شي

د افغانستان یو زندان او پکې ولاړ طالب ساتونکی - ارشیف

د امریکا د کانګرس غړي مورګان مک ګراوي په افغانستان کې د راین کاربیټ په نوم د یوه امریکایي د خوشې کېدو غوښتنه وکړه.

مورګان مک ګراوي دا غوښتنه په ایکسپاڼه( پخواني ټویټر) کې د چهارشنبې په ورځ وکړه.

د ده په وینا، ښاغلی کاربیټ له څه باندې پنځه سوه پنځوس ورځو راهیسې په افغانستان کې پرته له کومې ګناه زنداني دی.

د طالبانو د حکومت د زندانونو د تنظیم د ادارې چارواکو پروسږکال د اګسټ په میاشت کې ملت ته د حساب ورکولو په پروګرام کې تایید کړه چې په افغانستان کې د پنځو ښځو په ګډون شپاړس بهرنیان بندیان دي.

دا څرګنده نه ده چې له ډلې به څو تنه امریکایان وي.