نیکلاسن: د دوحې د غونډې اکثره ګډونوالو د افغان ښځو د حقونو پر ټینګښت ټینګار وکړ

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې استازی ټوماس نیکلاسن

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې استازی وایي، د دوحې په وروستۍ غونډه کې د اسلامي هېوادونو په ګډون اکثرو هېوادونو په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو پر ټینګښت ټینګار وکړ.

ټوماس نیکلاسن نن د فبرورۍ په ۲۱مه پر خپله ایکس شبکه یا پخواني ټویټر لیکلي چې د دوحې په غونډه کې د نجونو او ښځو د کار او تعلیم په اړه د افغانانو غوښتنې راپورته شوې.

د افغانستان په اړه د دوحې غونډه د تېرې یکشنبې او دوشنبې په ورځو د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتیریش په کوربه توب ترسره شوه، خو طالبانو په کې ګډون ونه کړ.

د نیکلاسن په خبره، لا هم د افغانستان او خلکو په وړاندې د دوی پیاوړی تعهد پر خپل ځای دی.

هغه ټینګار وکړ چې د تعهد یوه برخه د افغانستان د راتلونکې ملاتړ دی، داسې چې د ده په ټکو دغه هېواد له ځان، ګاونډیو او نړۍ سره په سوله کې ووسي.